د ناټو قوماندان وایي، 'طالبان پوهېږي چې هغوی نشي کولی له نظامي لارې بریا ترلاسه کړي'

سلام ټایمز

کابل -- د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ /د لړم ۸ مه/ وویل، چې «طالبان په دې پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې جنګ له نظامي لارې وګټي».

مېلر دا خبرې له اېن بي سي نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې، چې د چارشنبې په ورځ /د لړم ۹ مه/ خپره شوه، وکړې.

مېلر وویل، په افغانستان کې د حل لاره به سیاسي وي، نه نظامي.

هغه وویل، «زما ارزونه دا ده چې طالبان هم نشي کولی چې له نظامي لارې بریا ترلاسه کړي. نو، که تاسو پوهېږئ چې تاسو نشئ کولی چې له نظامي لارې بریا ترلاسه کړئ ... خلک دا پوښتنه پیلوي چې ولې. نو دا ضروري نه ده چې تاسو دې ته انتظار وکړئ چې مونږ وځو،‌ بلکې زه فکر کوم چې اوس د دې وخت دی چې د دې شخړې په سیاسي حل لاره باندې کار وکړای شي.»

هغه زیاته کړه،‌ «مونږ تر ډېره په تهاجمي حالت کې یو او دې ته انتظار نه کوو چې طالبان راشي او په مونږ باندې برید وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500