په غزني کې د ایتلاف هوایي بریدونو ۱۲ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

پکتیا -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.

اعلامیه د پېښې د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته وایي، چې دغو هوایي بریدونو په اندړ، آب بند او مقر ولسوالیو کې د اورپکو پټنځایونه وویشتل.

اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د غزني لپاره د طالبانو د تش په نامه والي مرستیال ملا نسیم او په یاد ولایت کې د دغه ګروپ د سرې قطعې قوماندان عبدالله (چې د ګوډ داود په نامه هم یادېده) شامل دي.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500