کابل -- روسیې د شنبې په ورځ /د لړم ۱۲مه/ اعلان وکړ چې دغه هېواد به د جمعې په ورځ /د لړم ۱۸مه/ په مسکو کې د افغانستان د سولې په هکله د یوه کانفرانس کوربه وي په داسې حال کې چې افغان حکومت لا هم په دې هکله خبرې اترې کوي چې آیا برخه په کې واخلي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي وویل، «مونږ لا تر اوسه هم له روسي چارواکو سره خبرې اترې کوو،»
طالبانو هم لا تر اوسه پورې د خپل ګډون په هکله پرېکړه نه ده کړې.
په سر کې په پام کې وه چې د مسکو غونډه د وږي په میاشت کې ترسره شي، خو کریملېن وروسته له هغه وځنډوله چې افغان مشرانو تاکید وکړ چې د پروسې مشري باید افغان حکومت وکړي.