کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس قاري یوسف په شیرین تګاب کې د افغان سرتېرو د عملیاتو په ترڅ کې د ور رسېدلو ټپونو له امله مړ شو.
په اعلامیه کې راغلي چې، افغان ځواکونو یوسف ته چې د حقیار په نامه هم یادېده دوه ورځې مخکې کمین نیولی وو.
اعلامیه زیاتوي چې دغه یاغي «په فاریاب کې په لویو تخریبي او ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو،»