په فاریاب کې د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس د ور رسېدلو ټپونو له امله ساه ورکړه

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس قاري یوسف په شیرین تګاب کې د افغان سرتېرو د عملیاتو په ترڅ‌ کې د ور رسېدلو ټپونو له امله مړ شو.

په اعلامیه کې راغلي چې، افغان ځواکونو یوسف ته چې د حقیار په نامه هم یادېده دوه ورځې مخکې کمین نیولی وو.

اعلامیه زیاتوي چې دغه یاغي «په فاریاب کې په لویو تخریبي او ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500