افغانستان د سولې د هڅو لپاره مشورتي بورډ جوړوي

سلام ټایمز

کابل -- د ولسمشر اشرف غني دفتر د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان حکومت پلان لري څو داسې یو مشورتي بورډ جوړ کړي چې د سولې خبرې ګړندۍ کړي.

غني د دوشنبې په ماښام د ټولو ولایتونو پوځي او ملکي چارواکو ته له کابل څخه د یوه ویډیو ټیلي کانفرانس له لارې د خبرو کولو په ترڅ کې له ولایتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په درې ورځو کې دننه دغه بورډ ته خپل استازي معرفي کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه غړي به بیا کابل ته راشي او د حکومت له تخنیکي ټیم سره به د روغې جوړې د هڅو په برخه کې کار وکړي.

په اعلامیه کې د غني له قوله زیاته شوې، «داسې پلان دی چې وروسته د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې استازي، ښځې او ملي څېرې په دغه بورډ کې ور زیات کړای شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500