د هرات پولیسو په دغه ولایت کې د بمي بریدونو ۲ پلانونه شنډ کړل

سلام ټایمز

هرات -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان پولیسو د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې دوه احتمالي د سړک د غاړې بمونه کشف او شنډ کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د سولې او ثبات دښمنانو دغه بمونه په مهاجر اباد سیمه کې ښخ کړي ول.

اعلامیه زیاتوي، «د چاودونکو توکو پر وخت کشف یو ترهګریز برید شنډ کړ او ښار یې له یوې تراژیدۍ څخه وژغوره،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500