کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ د طالبانو یو مشر، ملا باران، د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر وخت ونیو.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ په موت کلا کلي کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې له دې جلا، د پولیسو د ځانګړیو واحدونو د عمومي قوماندانۍ منسوبینو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په پل کندهاري سیمه کې یو موټرسایکل، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، شنډ کړ، خو د دغو عملیاتو د وخت په هکله یې څه نه دي لیکلي.
اعلامیه په لاس جوړو چاودېدونکو توکو ته په اشارې لیکي، «دغه ډول کشفونه د په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو له بریدونو څخه، چې په بې توپیره ډول تلفات رامنځته کوي، د ملکي خلکو د ژغورنې په برخه کې، د افغان ملي امنیتي ځواکونو زیاتېدونکې وړتیا په ګوته کوي،»
هیله ده چې هغوی له جیګپوړو نه پرته نور طالبان هم ونیسي او ویې وژني.
ځواب ورکړئ1 تبصره