د ناټو مشر وایي اوس د افغانستان سولې ته فرصتونه زیات شوي دي

ای اېف پي

کابل -- د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۵مه/ له کابل څخه د یوې نه اعلان شوي کتنې په ترڅ کې وویل، چې د سولې لپاره د افغانستان فرصتونه د تېرو کلونو په نسبت «اوس زیات شوي» دي.

د یادې اتحادیې مشر د سې شنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې د یوه ګډ خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، «اوس د سولې احتمالات د تېرو ډېرو کلونو په نسبت زیات شوي دي،»

هغه وویل، «طالبان باید پوه شي چې د جنګ دوام بې معنی او بې ګټې دی،»

د ناټو په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې آن له وروستيو داخلي بریدونو وروسته «ستولنبرګ ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د ناټو ملاتړ به دوام وکړي.»

ستولتنبرګ دا خبرې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې طالبانو د هېواد په لوېدیځ کې د افغان اردو په یوه لیرې پرته پوسته باندې برید وکړ، او د ځایي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۲۰ تنه عسکر یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500