طالبانو په غزني کې د ملکي خلکو کورونو ته اور ورته کړ

ای اېف پي

غزني -- طالب اورپکو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۱۶مه/ د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې وروسته له هغه د ملکي خلکو کورونو ته اور ورته کړ چې اورپکو د تلاشۍ په دوه پوستو، چې محلي حکومت پلوي ځواکونه په کې ناست ول، له سهار د وخته برید وکړ.

د ولایت د امنیه قوماندان مرستیال رمضان علي محسني ای اېف پي ته وویل، «طالب جنګیالیو د ملکي خلکو کورونه وسوزول،‌ خو مونږ د مړو او ټپیانو د شمېر په هکله دقیق معلومات نه لرو،»

افغان ځانګړي ځواکونه، په داسې حال کې چې د نژادي او فرقه یي تاوتریخوالي د زیاتېدلو وېره موجوده ده، د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱۷مه/ توظیف شول چې په دغې ولسوالۍ کې، چې د هزاره اقلیت زیات خلک په کې اوسېږي، طالبان په شا وتمبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500