کابل -- د پولیسو د چارشنبې د ورځې /د لړم ۱۶مې/ د یوې اعلامیې په اساس، د کابل پولیسو وروسته له هغه په پلازمېنه کې د یوې احتمالي بمي چاودنې پلان شنډ کړ چې پولیسو په ۹ مه ناحیه کې د تېلو یوه ټانکر پورې نښلول شوی یو مقناطیسي بم کشف کړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ټانک ۳۰ ټنه تېل انتقالول او اورپکو غوښتل چې له لیرې یې وچوي. په اعلامیه کې په دې هکله څه نه دي ویل شوي چې پولیسو بم کله شنډ کړ.