غني وایي، له طالبانو سره د سولې تړون 'آیا نه، بلکې کله' ته رسېدلی دی

ای اېف پي

واشنګټن -- افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۱ مه/ د افغانستان د کلونو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدا په برخه کې د باور په هکله خبرې وکړې.

غني په جان هاپکېنس پوهنتون کې، چې هغه په کې استاد وو، یوې غونډې ته د ویډیویي وینا پر وخت د سولې د یوې هوکړې په هکله خبرې وکړې، او ویې ویل، «زه داسې احساسوم چې اوس پوښتنه د آیا نه ده، بلکې د کله ده،»

غني وویل، هغه د بې قید او شرطه خبرو کولو وړاندیز وکړ او په جون کې یې له طالبانو سره د بې سابقې اوربند،چې د هیله مندۍ یوه نښه وه، یادونه وکړه.

هغه وویل، «ټول جنګونه له سیاسي لارې حل کیږي.‌ یوازې څو داسې جنګونه دي، په ځانګړې توګه د ۲۱مې پېړۍ، چې هغه به له نظامي لارې حل شي،»

غني یادونه وکړه چې، «د متحده ایالاتو د حکومت او افغان حکومت تر منځ په دې هکله پوره هوکړه موجوده ده چې د سولې پروسه پرمخ لاړه شي.‌ زه دې ته ژمن یم چې دا کار وکړم ځکه چې دا د ټولنې غوښتنه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بن کانفرانس د طالبانو د راشریکولو لپاره تر ټولو ښه ځای وو چې د افغانستان مسئله په کې په غوره ممکنه طریقه حل کړای شي. هغه کسان، چې د سولې غوښتنه کوي او په دې کانفرانس کې د طالبانو د ملاتړ کوونکو او متفکرو مغزونو په توګه برخه اخلي، عین هغه خلک دي چې پخوا یې دا ښه نه ګڼله چې د طالبانو په شمول نور کسان په دې پروسه کې دخیل شي. متحده ایالات افغانستان ته په داسې حال کې داخل شو چې داسې ستر پوځي ځواک یې درلود، چې په بشپړه توګه یې د پاکستان ګټو ته پام نه کاوه. په نتیجه کې، پاکستان یو ځل راپورته شو او د طالبانو ملاتړ یې وکړ، څو خپلې ګټې بیا راژوندۍ کړي. اوس هغه د حکومت لپاره په یوه لویه ستونزه بدل شوی او متحده ایالات عملاً د پاکستان په یرغمل بدل شوی دی. د متحده ایالاتو وروستۍ هڅې په حقیقت کې په یوه پټه کتنه کې په ناکامۍ اعتراف او د پاکستان د غوښتنو منل په ګوته کوي. او دا د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.

ځواب ورکړئ