مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په سرپل ولایت کې د طالبانو په یوه خپلمنځي جنګ کې د دغې ډلې یو قوماندان ووژل شو او یو بل ټپي شو.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا ډزې د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۱ مه/ د ماسپښین خواوشا ۲ بجې د ولایت د مرکز په نیم دان سیمه کې وشوې.
چارواکو د طالبانو قوماندان د سیف الدین په نامه یاد کړ چې وایي په سعادت هم مشهور وو.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله هېڅ نه دي ویلي.