افغان ځواکونو په فاریاب کې لږ تر لږه ۱۸ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د هوایي او ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې د وخت په هکله له څه ویلو پرته راغلي، چې دغه عملیات په ارکلیک کلي کې ترسره شول.‌

اعلامیه وایي، د طالبانو یو ځایي قوماندان، چې د ملا خال میرزا په نامه یاد شوی، وژل شوی، او لږ تر لږه ۱۴ اورپکي ټپي شوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500