هوایي بریدونو په غزني کې ۲۰ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي ځواک د غزني ولایت په اندړ او قره باغ ولسوالیو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته راغلي، چې په دغو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه څلور تنه اورپکي ټپیان هم شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500