مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۳مه/ د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو باندې د طالبانو همغږي بریدونه په شا وتمبول او لږ تر لږه ۱۳ تنه اورپکي یې ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نښتې د ولسوالۍ په افغان مزار تپه او انتن تپه سیمو کې وشوې او څو ساعته روانې وې.
په جنګ کې د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو څلور ځایي قوماندانان شامل ول، په داسې حال کې چې ۱۶ تنه اورپکي ټپیان شول.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.