د متحده ایالاتو استازي د افغانستان د سولې تړون ته 'محتاطانه هیله مندي' وښودله

ای اېف پي

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو له خوا نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد،د یکشنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ افغان رسنیو ته وویل، نوموړی هیله لري چې طالبان او افغان حکومت به په پنځو میاشتو کې دننه او د ۱۳۹۸ د وري میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه مخکې د سولې تړون وکړي.

خلیلزاد، چې په سیمه کې د کتنو، چې باور کیږي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړي په کې شامل ول، له دویمې دورې څخه وروسته، کابل ته راستون شو، وویل، چې نوموړی د شخړې حل ته «په محتاط ډول هیله مند» دی.

«زه هیله لرم چې طالبان او نور افغانان به د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه د داسې یوه ضرب الاجل په توګه کار واخلي چې تر هغه مخکې د سولې تړون وشي -- او زما هیله هم دغسې ده.»

«طالبان وایي هغوی باور نه کوي چې هغوی کولی شي له نظامي لاری بریا ترلاسه کړي ... زه فکر کوم چې د روغې جوړې او سولې لپاره فرصت شته.»

نوموړی د وږي په میاشت کې د دې لپاره وټاکل شو چې طالبان وهڅوي څو له افغان حکومت سره مذاکرات ترسره کړي، چې څو اونۍ وروسته هغه په دوحه کې د یادې ډلې له استازو سره کتنه ترسره کړه.

خلیلزاد، چې پخوا یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه کار کاوه، وویل، هغه د افغانستان د شخړې د «پېچلتیا» په هکله پوهېږي خو تاکید یې وکړ چې: «زه غواړم چې څومره پرمختګ چې ممکن وي او څومره ژر چې ممکن وي، وکړم.»

هغه غوښتنه وکړه چې د مذاکراتو ټیمونه دې وټاکل شي چې د اورپکو او کابل تر منځ د خبرو پيلولو ته لاره هواره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500