کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ / د لړم ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د ګډو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه طالب اورپکي ووژل.
اعلامیه د عملیاتو د وخت له ذکر کولو څخه پرته وایي، چې دغه عملیات، چې دوه ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې پیل شول، لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ټپیان کړل.
اعلامیه وایي، چې عسکرو ۲۵ اورپکي ونیول او د دښمن یوه د مهماتو ډیپو او څو عرادې موټر یې ونیول.