افغان ځواکونو د غزني ولایت مالستان ولسوالي له اورپکو څخه پاکه کړه

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني ولایت مالستان ولسوالي له اورپکو څخه پاکه کړه.

طالبانو په دې ولسوالۍ په وروستیو اونیو کې سخت بریدونه وکړل، چې د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شول او څو ورځې یې د افغان ځواکونو پر ضد همغږي بریدونه ترسره کړل.

د طالبانو برید، چې په لسګونو ملکي خلک یې ووژل، د ژمي په یخنۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو محلي خلک بې ځایه کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د نژدې واقع جاغوري ولسوالۍ په لور، چې هلته هم د طالبانو تاوتریخوالی زیات شوی دی، پرمختګ کاوه.

د لړم په ۱۷مه،طالب اورپکو په جاغوري ولسوالۍ کې د محلي حکومت پلوو ځواکونو له خوا ساتل کېدونکو د تلاشۍ پوستوباندې سهار د وخته برید وکړ او د ملکي خلکو کورونو ته یې اور ورته کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500