لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د یوې اونۍ اوږدو عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۵۱ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې، چې د لړم ۲۳ - ۲۸مه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ترسره شول، افغان کمانډو ځواکونو برخه اخیستې وه.
چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو د داعش پټنځایونه په نښه کړل او د دغې ډلې د وسلو او مهماتو ډیپوګان یې ویجاړ کړل.