|

په کابل کې ځانمرګي بمي بریدګر په دیني مراسمو کې په لسګونو کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- په کابل کې یوه ځانمرګي بمي برید د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۹مه/ له ۴۰ څخه ډېر کسان ووژل. برید د سلګونو دیني عالمانو، چې د ودونو په یوه لوی تالار کې راغونډ شوي ول، څو د حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځي، په نښه کړه.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل، په دې چاودنه کې له ۸۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي، او لږ تر لږه د ۲۴ کسانو وضعه خرابه ده.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد د تلفاتو د شمېر په تاییدولو سره وویل، «دغه ځانمرګي بمي بریدګر په تالار کې د دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې ځان وچاوه،»

د ایمرجنسي په نامه ایټالوي غیرحکومتي موسسې په یوه ټویټ‌ کې لیکلي چې له لسو نه ډېر ټپي شوي کسان په کابل کې د هغوی روغتون ته ور وړل شوي،‌ چې ټول یې «سخت ټپیان دي».

د اورانوس د ودانو د تالار، چې سیاسي او دیني مراسم هم په کې دایرېږي، یوه مدیر ای اېف پي ته وویل، ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د خواوشا ۱۰۰۰ کسانو د غونډې په منځ کې وچاوه.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «هلته ډېر کسان تلف شوي دي -- ما پخپله ۳۰ کسان وشمارل چې تلف شوي ول،»

سمدلاسه هیچا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، خو داعش په کابل کې د وروستیو ډېرو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او هڅه یې کړې چې قومي او فرقه یي ترینګلتیاوې وپاروي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 2

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

د طالبانو او داعش تر منځ د جاسوسانو له خوا د نفاق کرلو له امله نښتې زیاتې شوي دي

پوځي چارواکي وایي، په داسې حال کې چې په زیاتېدونکې توګه بدګمان لرونکي طالبان او داعش هڅه کوي چې خپل صفونه له جاسوسانو څخه پاک کړي، افغان ځواکونه د دواړو ډلو پر ضد پیاوړي عملیات ترسره کوي.

د رایو شمېر

تاسو په څومره احتمال باور لرئ چې د سولې روانې هڅې به بریالۍ وي؟

نتایج وګورئ