په کابل کې ځانمرګي بمي بریدګر په دیني مراسمو کې په لسګونو کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- په کابل کې یوه ځانمرګي بمي برید د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۹مه/ له ۴۰ څخه ډېر کسان ووژل. برید د سلګونو دیني عالمانو، چې د ودونو په یوه لوی تالار کې راغونډ شوي ول، څو د حضرت محمد (ص) میلاد ولمانځي، په نښه کړه.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل، په دې چاودنه کې له ۸۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي، او لږ تر لږه د ۲۴ کسانو وضعه خرابه ده.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد د تلفاتو د شمېر په تاییدولو سره وویل، «دغه ځانمرګي بمي بریدګر په تالار کې د دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې ځان وچاوه،»

د ایمرجنسي په نامه ایټالوي غیرحکومتي موسسې په یوه ټویټ‌ کې لیکلي چې له لسو نه ډېر ټپي شوي کسان په کابل کې د هغوی روغتون ته ور وړل شوي،‌ چې ټول یې «سخت ټپیان دي».

د اورانوس د ودانو د تالار، چې سیاسي او دیني مراسم هم په کې دایرېږي، یوه مدیر ای اېف پي ته وویل، ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د خواوشا ۱۰۰۰ کسانو د غونډې په منځ کې وچاوه.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «هلته ډېر کسان تلف شوي دي -- ما پخپله ۳۰ کسان وشمارل چې تلف شوي ول،»

سمدلاسه هیچا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، خو داعش په کابل کې د وروستیو ډېرو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او هڅه یې کړې چې قومي او فرقه یي ترینګلتیاوې وپاروي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500