مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۳۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د محلي اوسېدونکیو په ملاتړ په فاریاب ولایت کې د تلاشۍ په امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول، او لږ تر لږه دوه تنه اورپکي یې ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې اورپکو خپل بریدونه د ماسپښین په خواوشا ۲ بجو په شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو کې پیل کړل. په پېښه کې درې تنه اورپکي ټپیان شول.
طالبانو سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.