افغان کمانډو ځواک په کندوز کې لږ تر لږه ۱۳ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۳۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان کمانډو سرتېرو د کندوز ولایت په دشت آرچي ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالب اورپکي ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه تصفیوي عملیات، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۹ مه/ په قرلق سیمه کې پيل شول، او تر اوسه پورې روان دي.‌

اعلامیه زیاتوي، عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ د ټانک ضد ماینونه کشف کړل او ویې چول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500