په فراه کې د طالبانو د کمین په ترڅ کې ۲۲ پولیس ووژل شول

ای اېف پي

هرات -- ای اېف پي د دوشنبې په ورځ‌ /د لیندۍ ۵ مه/ د یوه روغتیایي چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په فراه ولایت کې د یوه کمین په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۲ تنه پولیس افسران ووژل.

د فراه ولایت په مرکز فراه کې د حکومتي روغتون رییس، شېر احمد ویدا، وویل، د پولیسو په کاروان دغه برید، چې د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۴ مه/ وشو، لږ تر لږه دوه افسران هم ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500