مقاماتو په کابل کې د بمي برید پلان شنډ‌ کړ

سلام ټایمز

کابل -- د کابل پولیسو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست د انجنیرۍ یوه ټیم د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۵ مه/ په کابل ښار کې د بمي برید یو احتمالي پلان وروسته له هغه شنډ کړ چې پولیسو یوه داسې د هاوان ګولۍ کشف کړه چې د تلاشۍ یوې پوستې سره نژدې ځای پرځای شوې وه.

پولیسو وویل، چې د هاوان ګولۍ له یوه موبایل فون سره وصل شوې وه، او زیاته یې کړه چې دغه د تلاشۍ پوسته د کابل ښار د ۹مې حوزې له عبدالحق څلورلارې سره نژدې ساحه کې ځای پرځای شوې وه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500