افغان ځواکونو په کندوز کې لږ تر لږه ۵۵ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په کندوز ولایت کې لږ تر لږه ۵۵ طالب اورپکي ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د لړم ۲۹ مه - د لیندۍ ۳ مه په دشت آرچي ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه وایي، افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو ۶۰ پټنځایونه او د چاودېدونکو موادو څلور لویې ذخیرې ویجاړ کړل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500