په هرات کې د طالبانو په خپلمنځي جنګ کې په لسګونو کسان ووژل شول

سلام ټایمز

هرات -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۹ مه/ د یوه محلي چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې په هرات ولایت کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ داخلي جنګ لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي ووژل.‌

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، وویل، دغه نښته د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د متعهدو اورپکو او د ملا محمد رسول په مشرۍ جنګیالیو تر منځ په شینډنډ ولسوالۍ کې پېښه شوه.‌

فرهاد وویل، په وژل شویو کې د هبت الله تر قوماندې لاندې لږ تر لږه ۱۷ تنه اورپکي شامل دي. اولس کسان نور له دواړو خواوو څخه ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500