ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۹ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله له معلوماتو څخه پرته راغلي، چې دغه برید په ګیرو ولسوالۍ کې ترسره شو.
د طالبانو په شمول د اورپکو هېڅ ډلې سمدلاسه په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.