کابل -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د دغې ادارې منسوبینو دوه داسې کسان ونیول، چې پلان یې درلود، په کابل کې یو دیني عالم ووژني.
په اعلامیه کې راغلي، چې په نیول شویو کسانو کې یو، چې د نور الرحمان په نامه یاد شوی دی، د کابل په ۵ مه ناحیه کې په حضرت بلال جومات کې امام وو.
د ملي امنیت د ریاست په وینا، دواړو مشکوکو کسانو، چې حقاني شبکې ورته حکم کړی وو څو وژنه ترسره کړي، په دغه کار اعتراف کړی دی.
د لیندۍ په ۳ مه، یوه وسله وال سړي د کابل په ۷مه ناحیه کې د کابل د علماوو د شورا رییس عبدالبصیر حقاني وواژه. پولیسو یو مشکوک کس له پېښې څخه وروسته ونیو.