د غزني چاودنې د ۴ امریکایي عسکرو ژوند واخیست

ای اېف پي

واشنګټن -- ای اېف پي د دوشنبې په ورځ د پنتاګون له قوله راپور ورکړ، چې تېره اونۍ د غزني ولایت په غزني ښار کې د سړک د غاړې د یوې بمي چاودنې په نتیجه کې یو امریکایي عسکر مړ شو.

د پنتاګون په اعلامیه کې راغلي، چې بریدمن جېسن مکلېري، چې ۲۴ کاله عمر یې درلود او د پنسلوانیا اوسېدونکی وو، د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ په جرمني کې د امریکایانو په یوه پوځي روغتون کې له درملنې څخه وروسته مړ شو.

د لیندۍ د ۶ مې برید د یوې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د چاودنې په نتیجه کې وشو چې د غزني ښار سره نژدې پېښه شوه.‌ مکلېري څلورم امریکایي عسکر وو چې د دغه بمي برید له امله مړ شو.

د مکلېري په مرګ سره سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي عسکرو شمېر ۱۳ ته ورسېد.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500