افغان عملیاتو په کندوز کې لږ تر لږه ۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د کندوز ولایت د کندوز ښار په لمنو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغو عملیاتو، توپان ۲۱، چې د دوشنبې په سهار وختي /د لیندۍ ۱۲مه/ ترسره شول، درې تنه طالب اورپکي ټپیان کړل.‌

عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ بي اېم - ۱ ډول راکټونه ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2
1
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره Captcha