مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د کندوز ولایت د کندوز ښار په لمنو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغو عملیاتو، توپان ۲۱، چې د دوشنبې په سهار وختي /د لیندۍ ۱۲مه/ ترسره شول، درې تنه طالب اورپکي ټپیان کړل.
عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ بي اېم - ۱ ډول راکټونه ویجاړ کړل.