د فاریاب په عملیاتو کې ۷ طالب اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په فاریاب ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دوه محلي قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۷ طالب جنګیالي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې په اندخوی او قرغان ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ‌ کې د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۳مه/ عسکرو د مستري محمد په نامه یو محلي طالب قوماندان او د هغه څلور جنګیالي ووژل.‌

د اندخوی د تش په نامه ولسوال قاري تاجي داعي په شمول لږ تر لږه اوه نور طالب اورپکي سخت ټپیان شول.‌

له دې جلا، افغان کمانډو سرتېرو د سې شنبې په ورځ په ګرزیوان ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د قاري حمیدالله په نامه یو بل طالب قوماندان او د هغه یو ملګری ووژل. د اعلامیې په اساس، لږ تر لږه درې نور اورپکي ټپیان شول.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500