افغان ځواکونو په فراه کې په یوه اونۍ کې ۵۷ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په فراه ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۷ طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو ته په اشارې سره راغلي، «د لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو ۱۳ بېلابېل ډولونه او د سپکو او درنو وسلو ځینې ګولۍ هم نیول شوي دي،»

اعلامیه زیاتوي، مقاماتو د عملیاتو په ترڅ کې یو موټر، چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو، کشف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500