د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کابل د رایو نتایج باطل کړای شول

سلام ټایمز

کابل -- د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۵مه/ اعلان وکړ چې هغه ټولې هغه رایې باطلې کړې، چې په کابل کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې کارول شوې وې، او کمېسیون په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې برخه کې بېلابېلې حقوقي ستونزې موجودې وې.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دغه کمېسیون د رییس، عبدالعزیز اریایي، له قوله وویل، «په دې لړ کې د تقلب ګڼ شمېر داسې شواهد موجود ول چې په کابل ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو شفافیت او تمامیت تر پوښتنو لاندې راولي، او نشي کېدلی چې له پامه وغورځول شي،»

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، هغه اداره چې د رایو نظارت کوي، تر اوسه پورې د کابل د رایو نتایج نه دي خپاره کړي.

د اریانا نیوز د راپور له مخې، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه رد کړه، او هغه یې «بې اساسه،‌ سیاسي او غیرقانوني» وبلله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500