افغان ځواکونو د پکتیکا لپاره د طالبانو تش په نامه والي وواژه

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې په ګومل ولسوالۍ کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي وواژه.

په اعلامیه کې راغلي، چې مشکوک کس، چې د پیر اغا په نامه یاد شوی، د لیندۍ په ۱۷مه د هغه له څلورو ملګرو سره یوځای په ده خلیفه کلي کې ووژل شو.

اعلامیه زیاتوي، چې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې اورپکو پورې اړوند وسلې او اسناد نیولي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500