په کندوز کې د طالبانو په خپلمنځي جنګ کې یو مشر ووژل شو

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په کندوز ولایت کې د طالبانو د خپلمنځي جګړې په ترڅ کې د یادې ډلې محلي قوماندان ووژل شو.

دغه نښته د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ په چار دره ولسوالۍ کې پېښه شوه چې د طالبانو محلي قوماندان معلم شېر په کې ووژل شو.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500