په اروزګان او کندهار کې پولیسو لږ تر لږه ۱۸ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په اروزګان او کندهار ولایتونو کې پولیسو لږ تر لږه اته طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د پولیسو د ځانګړیو واحدونو د عمومي قوماندانۍ ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه اورپکي ووژل.‌

اعلامیه وایي، «یوه پیکا ماشینه، یو کلاشینکوف او څلور موټرسایکلونه، چې اورپکو ترې کار اخیسته، هم ویجاړ کړای شول،»

همدغه اعلامیه د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته زیاتوي چې له دې جلا، پولیسو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په سور بغل سیمه کې په یوه کمین کې درې تنه طالب اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500