د طالبانو له خوا ادعا شوي برید په کابل کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۱۲ کسان وروسته له هغه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سې شنبې په ورځ د وخته /د لیندۍ ۲۰مه/ په کابل کې د امنیتي ځواکونو یو کاروان په نښه کړ.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، «د ۴ امنیتي سرتېرو په شمول ۱۲ کسان ووژل شول». د کابل پولیسو تلفات تایید کړل.‌

طالبانو په یوه اعلامیه کې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ای اېف پي ته وویل، دغه چاودنه د کابل لوېدیځ ته په پغمان ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې کاروان له شپنیو عملیاتو څخه وروسته بېرته راستنېده.

ویاند زیاته کړه، «تر اوسه لا روښانه نه ده چې آیا بریدګر پلی روان وو که په موټر کې وو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500