افغان هوایي ځواک په اروزګان کې په طالبانو لومړني شپني بریدونه ترسره کړل

سلام ټایمز

کابل -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ راپور ورکړ چې د افغان هوایي ځواک لومړنیو شپنیو بریدونو، چې یکشنبه /د لیندۍ ۱۸مه/ ترسره شول په اروزګان ولایت کې طالبانو ته «درانه تلفات» ور واړړول.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ وویل، چې دغو هوایي بریدونو وسلې او مهمات ویجاړ کړل.

په کابل کې د ځانګړي ماموریت د وېنګ یوه پیلوټ تورن عبدالرحمان رحماني د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، «په لومړي ځل د ای - ۲۹ افغان پیلوټانو په ترینکوټ کې د دښمن په ۴ هدفونو باندې دقیق شپني بریدونه ترسره کړل،»

هغه زیاته کړه چې دغه بریدونه طالبانو ته «یو غټ ټکان» وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500