هلمند -- د هلمند د والي د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره میاشت په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۲۵۱ تنه طالب اورپکي وژلي دي.
په اعلامیه کې د هلمند د والي جنرال محمد یاسین خان له قوله راغلي چې، «په وژل شویو کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي عبدالمنان، د هغه ویاند ملا جاوېد او د دغې ډلې ۱۱ نور جیګپوړي چارواکي شامل وو،»
هغه وویل، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې اورپکي کمزوري کړي، او زیاته یې کړه چې عسکرو «۷۵... د اورپکو پټنځایونه او ۲۸ د وسلو زېرمه تونونه ویجاړ کړل».