د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار کې د داعش ۷ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي‌ اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه اوه غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې برید د چپرهار په ګزک سیمه کې د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۰مه/ د اورپکو موټر وویشت.

اعلامیه زیاتوي چې ملکي خلکو ته څه زیان نه دی رسیدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500