ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف هوایي بریدونو په پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې ګڼو بریدونو د پکتیا ولایت په احمد ابا او د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه اورپکي ووژل.
همدغه اعلامیه زیاتوي چې له دې جلا، یوه بل هوایي برید د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې درې تنه اورپکي ووژل.
چارواکو د یادو هوایي بریدونو د پېښېدلو د وخت په هکله څه نه دي ویلي.