غني په هرات کې د لاجوردو لار پرانستله

سلام ټایمز

کابل -- ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۲مه/ په هرات ولایت کې د لاجوردو لاره پرانستله، چې افغانستان یې دې ته جوړ کړ چې خپل تولیدات د ځمکې له لارې اروپا ته ولېږدوي.

د غني د دفتر له خوا د پنجشنبې په ورځ‌ د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، په مراسمو کې،‌ غني وویل چې افغانستان ۱۷ کاله مخکې په انزوا کې وو خو نن هغه له نړۍ سره وصل شو.

اعلامیه د غني له قوله زیاتوي، «دا د همکارۍ یوه بېلګه ده. په شمال کې زمونږ ګاونډیان په افغانستان باور لري، او ژر به د هرات انګور، ماربل او زعفران اروپا ته ورسېږي،»

د لاجوردو د لارې تړون د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې د افغانستان، ترکیې، ترکمنستان،‌ اذربایجان او جورجیا د چارواکو تر منځ لاسلیک شو.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، دغه لاره د فاریاب ولایت له اقینې او د هرات ولایت له تورغونډۍ څخه پیل کیږي، او د ترکمنستان له ترکمنباشي څخه تېرېږي.

له هغه ځای څخه به دا لاره په کسپین بحیره تېره شي او د اذربایجان له باکو سره به وصل شي او بیا به د جورجیا یا ګورجستان تبیلیسي او بیا باتومي او پوتي ته ورسېږي. تر هغه وروسته به د ترکیې کارس ته ورسېږي او بیا به د استانبول او اروپا پورې وصل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500