د ایتلاف هوایي برید په فراه کې د طالبانو د جیګپوړي قوماندان په شمول ۲۰ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فراه -- اریانا نیوز د پنجشنبې په ورځ‌ /د تلې ۲۲مه/ راپور ورکړ چې د ایتلاف یوه هوایي برید د فراه ولایت د فراه ښار په شیخان کارېز سیمه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل.

د فراه د والي ویاند محب الله محب وویل چې په وژل شویو کې د مولوي عبدالعزیز په نامه د طالبانو یو جیګپوړی قوماندان هم شامل دی.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

د لیندۍ په ۳ مه،‌په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال اسټین سکاټ مېلر،فراه ته لاړ، له ځایي امنیتي مشرانو سره یې غونډه وکړه،‌ او دا یې تکرار کړه چې ایتلافي ځواکونه به د اورپکو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500