د ایتلاف هوایي برید په زابل کې د طالبانو جلاد وواژه

سلام ټایمز

زابل -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۲۳مه/ د زابل د امنیه قوماندانۍ د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په دغه ولایت کې د طالبانو یو ځایي مشر او جلاد او دوه نور اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي،‌ چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۲مه/ د ماسپښین خواوشا ۴ بجې په شاه جوی ولسوالۍ کې ترسره شو.‌

د زابل د امنیه قوماندان ډګروال محمد مصطفی مایار په وینا، جلاد، چې د هارون په نامه یاد شوی،‌ له څو قومي مشرانو او امنیتي منسوبینو څخه سرونه پرې کړي ول.

مایار وویل، هارون همدارنګه په دې ولسوالۍ کې د ځانمرګو بریدونو په شمول د طالبانو د پوځي فعالیتونو مسؤل وو.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500