په لغمان او کونړ کې له وخت نه مخکې بمي چاودنو طالبانو ته تلفات ور واړول

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دوه له وخت نه مخکې چاودنو په لغمان او کونړ ولایتونو کې لږ تر لږه یو طالب اورپکی وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې لومړۍ پېښه د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۲مه/ د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې اورپکو ځانونه دې ته تیارول چې د الینګار په لوی سړک یو د سړک د غاړې بم ښخ کړي.

اعلامیه وایي، بم له هغه څه نه چې طالبانو یې تمه لرله مخکې وچاودېد، چې یو کس یې وواژه او یو بل یې ټپي کړ.

د اعلامیې په اساس، له دې جلا، دوه طالبان د پنجشنبې په ورځ هغه وخت ټپیان شول چې هڅه یې کوله د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په زور بره وال سیمه کې یو د سړک د غاړې بم کېنوي.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500