د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کابل کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه کړه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ راپور ورکړ،‌ چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ وویل چې هغوی په کابل کې د تلې د میاشتې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایو بیا شمېرنه پای ته ورسوله.

دغه بیا شمېرنه وروسته له هغه پیل شوه چې د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د لیندۍ په ۱۵مه ټولې هغه رایې چې په کابل کې اچول شوې وې د بېلابېلو حقوقي ستونزو له امله باطلې اعلان کړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل، «د کابل د رایو بیا شمېرنه پرون بشپړه شوه،»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې ملیحې حسن وویل، «د ننګرهار په څېر د لویو ولایتونو نتایج به ممکن په راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړای شي، خو زه فکر کوم چې د کابل ... په څېر د ځینې نورو ولایتونو نتایج به په ځنډ اعلان کړای شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500