د ایتلاف هوایي برید په هرات کې د طالبانو جیګپوړی مشر وواژه

سلام ټایمز

هرات -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په هرات ولایت کې د طالبانو یو جیګپوړی مشر وواژه.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، چې د هرات ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه د پوهنې رییس، ملا غلام سخي، په فارسي ولسوالۍ کې ووژل شو.

فرهاد د برید د دقیق وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، چې لږ تر لږه څلور نور اورپکي هم ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500